زابل!
د يخ ژمي په ترڅ کې د بېوﺯلو لاسنيوى مو اخلاقي وجيبه ده؛ نو په همدې اساس، افغاني سرې میاشتې له لورې زابل ولایت مرکز قلات ښار کې ۱۰۰ بیوزله کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. په ياده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵ پاکټه مکروني، ۴ کیلو شین چای، د ماشومانو د لوبو شیان، ۱۲ کلچې صابون، یوه غالۍ، ۲قطۍ د لاس مينځلو او ۳ خلتې د کاليو مينځلو صابون شامل وو.