زابل ولایت کې ۱۵۷۷۸ کسانو ته روغتیایي خدمات ترسره شوي!
زابل ولایت کې ۱۵۷۷۸ کسانو ته روغتیایي خدمات ترسره شوي!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د تېرو ۳۰ ورځو په لړ کې د زابل ولایت په بېلابېلو سيمو کې د یادو ناروغانو له جملې د ۷۰۸۲ تنو معاینات او درملنه، ۳۳۰ تنو ته پانسمان او ۸۲۰ ته مختلف واکسینونه تطبیق کړي، همدا ډول ۵۰۹ مېرمنو ته له ولادت وړاندې او وروسته لازمې روغتیایي مشورې، ۲۲۱ خوار ځواکو ماشومانو ته اړین خوراکي توکي او ۶۸۱۶ تنو ته يې د روغتیا ساتنې په برخه کې عامه پوهاوی هم ورکړى دى.