د کیسې لیکو له لارې د مثبت ذهنیت جوړولو په تړاو روزنیز ورکشاپ دایر شو!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۱۸
خبرونه

د کیسې لیکو له لارې د مثبت ذهنیت جوړولو په تړاو روزنیز ورکشاپ دایر شو!

نن یکشنبه د شوال میاشتې پر ۲۲مه، له افغاني سرې میاشتې سره په همغږۍ د آی سي آر سي  په مالي ملاتړ چې د افغانستان لپاره د نړيوال فدراسيون د ستراتیژیکې همغږۍ او بشري دېپلوماسۍ مسؤلې آغلې هُما نادر هم شتون درلود، د اطلاعاتو او خپرونو ریاست اړوند د مرکز او ولایتونو نشراتي مدیرانو ته د کيسې ليکلو، جوړښت او جذابیت برخه کې د وړتياوو لوړولو په موخه ۴ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پيل شو.
د ياد ورکشاپ د پرانيستې پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدین دلاور ګډونوالو ته په نشراتي امورو کې د روزنيزو او  ظرفيت لوړونې ورکشاپونو د ارزښت په اړه د وينا ترڅنګ د پېښو او بشري ناورینونو پر مهال د پېښځپلو اړتیاوو ته په پوښښ ورکولو او  نورو ته په سم ډول وړاندې کولو کې پر چټکتیا او دقت ټینګار وکړ.
ورپسې د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو رئیس او ویاند ښاغلي مولوي مدثر همراز نشراتي مديرانو ته د پیل شوي روزنيز ورکشاپ د موخو او بحث وړ موضوعاتو په هکله مفصل معلومات وړاندې کړل او له ورکشاپ څخه په سمه توګه استفاده یې د هر تن مسئولیت یاد کړ.
دې ورکشاپ کې به کارکوونکو سره د ښو او زړه راښکونکو کیسو لیکلو، خبر يا راپور د کيسې په بڼه ترتيبول او پر  مخاطبینو يې اغيزې او د کیسې په مرسته د پیغامونو د لېږد او مثبت ډول ذهنيت جوړونې  برخه کې مهم او اړین موضوعات شریک شي، څو وکولی شي په کاري چاپېریال کې ترې ګټه واخلي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۴۷
Background image

کندز؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۲۱ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳۱
Background image

کابل؛ د خوندي لاسرسي کمېټې د همغږۍ غونډه ترسره شوه

چهارشنبه، ۲۱ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال د عملیاتي مرستیال مولوي روح الله عبدالسلام په مشرۍ د افغاني سرې میاشتې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۲۸
Background image

کابل؛ افغانستان نړیوال بانک د نورستان سېلاب ‌ځپلو لپاره افغاني سرې میاشتې ته ۴۳۰ کمپلې وسپارلې

چهارشنبه، ۲۱ صفر ۱۴۴۸ 

د افغانستان نړیوال بانک د نورستان ولایت د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو کورنیو د ملاتړ په موخه افغاني سرې میاشتې ټولنې ته ۴۳۰ کمپلې وسپارلې. 

دغه. . .

BACK TO NEWS