د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې ۶۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه
نن د ۱۴۰۰لمریز کال د سلواغې پر ۱۶مه د کندهار ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کې له ۶۰۰ اړمنو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وشوه.
په یاده مرسته کې۸۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریژې، ۱۰ کیلو لوبیا، ۶ کیلو بوره، ۶ کیلو دال، ۱۰ لیټره غوړي او یوه بړستن شامل وو.