د کارموندنې خبرتیا!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۲۱
K

Publish Date

Closing Date

Location

كابل

د دندې عنوان: مرستيال مالي مدير

اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه

د دندې ځای: کابل

د بست ډول: قراردادي

د بستونو شمېر: ۱

جنسیت: ذکور

کاري وخت: پوره ورځ

د معاش کچه: د افغاني سرې میاشتې د معاشونو له تګلارې سره سم

د بست کوډ نمبر : HR@0247

د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:

١۴۴۷/۱۱/۱۸

۱۴۰۵/۲/۱۵

2026/5/May

 

د دندې تفصیل: 

د همغږيو او همکاریو د پیاوړتیا په موخه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې او آی سي آر سي ګډو همکاریو لپاره د افغاني سرې میاشتې ملاتړ کوونکو ( ډونرانو) په مدیریتي ټیم کې د مرستیال مالي آفسر نوی بست رامنځته شوی دی. دغه بست د افغاني سرې میاشتې ټولنې او آی سي آر سي د ګډو همکاریو تر مالي چوکاټ لاندې د فعالیتونو د مالي مدیریت لپاره ځانګړی شوی دی.

 

اصلي دندې او مسؤولیتونه:

د افغاني سرې میاشتې د مرسته کوونکو ( ډونرانو) مدیر تر څار لاندې، له سیمه ییزو مالي مدیرانو سره نږدې کار کول؛ څو د افغاني سرې میاشتې او آی سي آر سي د ګډ مالي چوکاټ پلي کېدل یقیني شي:

• د مالي تصفیې اړوند اسناد ډکول، تعقیب او ثبت یې یقیني کول.

• د مالي اسنادو ارزونه، ژباړه او لنډیز برابرول.

• د بودیجې، فعالیتونو او تادیاتو له تطبیق څخه څارنه او راپور یې وړاندې کول. 

• د میاشتنۍ بانکي تصفیې او یا تطبیقاتو په برخه کې مرسته کول.

• د میاشتني پلان په جوړولو او تطبیق کې مرسته کول.

• د ټاکلو مهالوېشونو پر وخت بشپړېدل یقیني کول.

• د مالي افسر د نه شتون پر مهال د هغه دنده پر مخ وړل.

• د راپور ورکونې، اسنادو ساتنې او تحلیلي چارو مدیریت ترسره کول.

• ټول هغه کارونه چې د مرسته کوونکو ( ډونرانو) د مدیر یا مالي افسر له خوا یې لارښوونه کېږي، ترسره کول.

  

اړین شرایط او تجربه:

• د محاسبې ډیپلوم یا په مالي او محاسبوي برخه کې لوړې زده کړې درلودل.

• په انګلیسي او محلي ژبو (پښتو او دري) د خبرو کولو او لیکلو مهارت درلودل.

• د کمپوټر له پروګرامونو سره بلدتیا درلودل.

• عموماً له ۲ څخه تر ۳ کلونو مسلکي تجربه، چې لږ تر لږه ۲ کاله یې په ورته برخه کې وي.

 

• د اړیکو ټینګولو او بین‌الفردي تعامل برخه کې پیاوړي مهارتونه درلودل. 

• له ټیم سره د کارکولو پوره وړتیا درلودل. 

• د ستونزو د حل او مناسبو حل لارو د موندلو وړتیا درلودل.

• بشري اصولو، د افغاني سرې میاشتې ټولنې او د غورځنګ د شریکانو ارزښتونو ته ژمنتیا درلودل.

 

• د فشار لاندې او په پېچلو بشري حالاتو کې د کار وړتیا درلودل.

• له نادولتي یا نړیوالو ادارو سره د کار تجربه امتیاز ګڼل کېږي.

د چلند اصول او ساتنه:

مرستیال مالي مدیر مکلف دی؛ څو د افغاني سرې میاشتې پالیسي، د غورځنګ د چلند اصول او د ساتنې معیارونه تعقیب کړي، د جنسي استثمار او ناوړه ګټی اخیستنې د مخنيوي په شمول، د ماشومانو ساتنې او اغېزمنو شویو خلکو ته د حساب ورکونې اصول رعایت کړي.

 

ګرانو کاندیدانو!

د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.

 

برېښنا لیک:

hr@arcs.af

 

د اړیکې شمېره: ‪‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬

0701436832

 

یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies