د کارموندنې خبرتیا!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۲:۵۶
pak

Publish Date

Closing Date

Location

پکتیا

د دندې عنوان: د رواني مرکز نارینه او ښځينه رواني ډاکټران
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: پکتیا
د بست ډول: رسمي، درېیم بست
د بستونو شمېر: ۲
جنسیت: ذکور/ اناث
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه:  د افغاني سرې میاشتې د معاشونو له تګلارې سره سم
د بست کوډ نمبر :  HR@0213
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۷/۹/۵
۱۴۰۴/۱۲/۳
2026/22/Feb

د دندې تفصیل: 
کلینیکي پاملرنه او د ناروغانو اداره:
•    د ماشومانو د رواني ناروغیو په ګډون جامع رواني ارزونې، معاینات او تشخیصي مرکې ترسره کول.
•            د هر ناروغ لپاره د درملنې انفرادي پلانونه جوړول، تطبیقول او څارنه یې کول.
•    د افغانستان کلتوري شرايطو په پام کې نیولو سره د عامو رواني ناروغیو لکه اضطراب، خپګان، له ټراما وروسته رواني فشار (PTSD) درملنه کول.
•    هغو ناروغانو ته په کور کې د ګرځنده روغتیایي ټیم له لارې خدمتونه وړاندې کول، چې مرکزونو ته د تګ توان نه لري.
•    په بستري (Inpatient) او بیرونیو (Outpatient) څانګو کې له ۲۴ ساعته دوامدارې درملنې څخه ډاډ ترلاسه کول.
•    هغه ناروغان پېژندل، چې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري، تاوتریخوالی پېښوي او د ځان ‌وژنې له خطر سره مخ وي او د اړتیا په صورت کې        لوړو تخصصي خدمتونو ته راجع کول.
۲. اسناد او راپور ورکول
•    د عامې روغتیا وزارت (MoPH) د معیارونو له مخې د ناروغانو بشپړ، پر وخت او دقیق طبي ریکارډونه ثبتول (د ناروغ تاریخچه، تشخیص او د درملنې پلانونه).
•    د رواني روغتیا د فعالیتونو په اړه اونیز او میاشتني راپورونه ترتیبول.
•    د ناروغانو د معلوماتي ډیټابېسونو سمه ساتنه او تنظیم تضمینول.
۳. همغږي او روزنه
•    د څو‌ رشتوي ټیم (Multidisciplinary Team) د غړي په توګه له نرسانو، سلاکارانو او نورو متخصصینو سره نږدې همکاري کول.
•    کارکوونکو ته د دندې پر مهال روزنه، کلینیکي څارنه او تخنیکي ملاتړ برابرول، په ځانګړي ډول نرسانو او سلاکارانو ته.
•    د رواني روغتیا د پوهاوي پروګرامونو او د ټولنې د لاسرسي (Community Outreach) په فعالیتونو کې ګډون کول.

د دندې شرایط: 
داشتن سند تحصیلی ام دی و روانشناسی تائید شده وزارت تحصیلات عالی
۱ – د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ام ډي او ارواه پوهنې تایید شوی تحصیلي سند درلودل. 
۲- د رواني روغتیا برخه کې یو کال کاري تجربه او یا د عامې روغتیا وزارت له لوري د رواني روغتیا د کورس تایید شوی سند درلودل.
۳- د هېواد په رسمي ژبو ( پښتو او فارسي) پوهېدل او له انګلیسي ژبې سره بلدتیا درلودل.
د عامې روغتیا ورازت د اګزېټ ازموینه یې ورکړې وي.

ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې  برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.

برېښنا لیک:
hr@arcs.af

د اړیکې شمېره: ‪‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬
0701436832

یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله  اسناد د منلو وړ نه دي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies