د کارموندنې خبرتیا!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۲۰:۲۷
kabull

Publish Date

Closing Date

Location

کابل

د دندې عنوان: د بېړنیو روغتیايي پروژو همغږی کوونکی/ د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون فوکل پاینټ
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: کابل
د بست ډول: قراردادي
د بستونو شمېر: ۱
جنسیت: ذکور
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه:  د افغاني سرې میاشتې د معاشونو له تګلارې سره سم
د بست کوډ نمبر :  hr@0183
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۷/۸/۶
۱۴۰۴/۱۱/۵
2026/25/Jan


د دندې تشریح:
 دغه تخنیکي مرستیال د بېړنیو حالاتو د روغتیا آمر تر لاس لاندې کار کوي او د بېړنیو روغتیايي خدمتونو او ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره تخنیکي رهبري، د پروګرام همغږي او د کیفیت تضمین برابروي؛ څو وړاندې کېدونکي خدمتونه خوندي، اغېزمن، حساب‌ ورکوونکي او د سره صلیب او سرې میاشتې د غورځنګ له معیارونو، د عامې روغتیا وزارت  له مقرراتو او د افغاني سرې میاشتې ټولنې  له بنسټيزو اصولو سره سمون ولري.
د مسؤولیت اساسي برخې
۱.  تخنیکي مشري او د کیفیت تضمین
•    د ګرځنده روغتیايي ټیمونو تخنیکي څارنه تر سره کول؛ څو د کلینیکي لارښودونو، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د بېړنیو روغتیايي معیارونو او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د روغتیا له تګلارې سره  د سمون ډاډ تر لاسه شي.
•    د معیاري کاري کړنلارو، د درملنې تګلارو، ناروغانو د معرفي کولو لارو چارو او د ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول د تدابیرو جوړولو او پلي کېدو ملاتړ کول.
•    د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لوري د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو د کیفیت څارنه او د نیمګړتیاوو د موندلو پر مهال د سمون سپارښتنې ورته کول. 
۲.  د پروګرام همغږي او پلي کول
•    له سیمه ییزو او ولایتي ټیمونو او اړوندو څانګو سره په همکارۍ د بېړنیو روغتیايي فعالیتونو او ګرځنده روغتیايي ټیمونو د پلان جوړونې او تطبیق په برخه کې همغږي کول.
•    ډاډ ترلاسه کول چې روغتیايي کړنې د منظور شوو پروژوي اسنادو، ملاتړ کوونکو د غوښتنو او عملياتي پلانونو سره سمون لري.
•    د ګرځنده روغتیایي ټیمونو د فعالیتونو اړوند کلنیو عملیاتي پلانونو او بودجې چمتو کولو کې همکاري کول.
۳. څارنه، ارزونه، حساب ‌ورکونه او زده‌کړه 
•    د ټاکل شوو شاخصونو پر بنسټ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د فعالیتونو او خدمتونو منظمه څارنه کول.
•    د سیمه ییزو ټیمونو مدیریت کول او د فعالیت راپورونه بیا کتل، د معلوماتو کیفیت یقیني کول، راپورونه یوځای کول او د بېړنیو حالاتو د روغتیا آمر ته سپارل.
•    د پروګرام د اغېزمنتیا او ښه والي په موخه د ارزونو، تجزیو او زده‌کړو له بهیرونو سره مرسته کول.
۴.  ظرفیت لوړونه او تخنیکي ملاتړ
•    د ګرځنده روغتیایي ټیمونو د کارکوونکو تخنیکي نیمګړتیاوې پېژندل او د کارکوونکو چارو له ریاست سره په همغږۍ ځانګړې روزنې وړاندیز کول.
•    له ساحې څخه د لیدو په ګډون روغتیايي کارکوونکو ته د دندې اړوند تخنیکي ملاتړ، لارښوونه او روزنه ورکول.
•    د منظورۍ له مخې، په ملي او نړیوالو اړوندو روزنیزو پروګرامونو، ورکشاپونو او تخنیکي فورمونو کې د ګډون ملاتړ.
۵. همغږي، استازیتوب او مشارکتونه
•    د روغتیايي خدمتونو د رئیس له لارښونې سره سم د روغتیايي همغږۍ په غونډو (د روغتیا کلستر، د عامې روغتیا وزارت تخنیکي غونډې، د غورځنګ د همغږۍ ناستو) کې ګډون کول.
•    د غورځنګ له شریکانو  (ملي ټولنو نړیوال فدراسیون او سره صلیب نړیوالې کمېټې )  او نورو بهرنیو بنسټونو سره تخنیکي همغږي کول.
•    په بهرنیو ادارو کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د روغتیايي تخنیکي دریځونو استازیتوب یوازې د سپارل شوي واک په چوکاټ کې.
۶.   بېړنیو حالاتو ته چمتووالی او غبرګون
•    د ناڅاپي روغتیايي بېړنیو پېښو پر مهال د چټکو روغتیايي ارزونو او غبرګون د پلان جوړونې ملاتړ کول.
•    د بېړنیو روغتیايي غبرګونونو لپاره د چمتووالي پلانونو، احتمالي سناریوګانو او اضافي ملاتړ میکانیزمونو په جوړولو کې مرسته کول.
۷.  اطاعت، اخلاق او محرمیت
•    د افغاني سرې میاشتې ټولنې اساسنامې، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون کړنلارې، د سره صلیب او سرې میاشتې اساسي اصولو او ملي قوانینو رعایت یقیني کول.
•    د روغتیایي، عملیاتي او اداري معلوماتو محرمیت ساتل.
•    د درناوي، شمولیت او خوندي کاري چاپېریال لپاره هڅه کول.
د مهمو کړنو شاخصونه 
•    د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د خدمتونو کیفیت او ټاکل شوو معیارونو سره سمون.
•    د روغتیايي معلوماتو د مدیریت د سیستم په اړه دقت کول او تشریحي راپورونه پر وخت سپارل.
•    د ګرځنده روغتیایي ټېمونو د کارکوونکو تخنیکي ظرفیت لوړول.
•    له داخلي څانګو او بهرنیو روغتیايي بنسټونو سره مؤثره همغږي کول.
اساسي ارزښتونه او وړتیاوې
•    د سره صلیب او سرې میاشتې اساسي اصولو ته ژمنتیا درلودل.
•    حساب ‌ورکونه، رښتینولي، ناپلوي او مسلکیتوب رعایتول.
•    ګډ کار او بدلون درناوی کول.
د دندې شرایط
زده ‌کړې
•    د (MD) سند درلودل.
•    په عامه روغتیا یا ورته برخه کې ماسټر ته لومړیتوب ورکول کېږي.
کاري تجربه
•    د عامې روغتیا یا بشري روغتیايي پروګرامونو برخه کې لږ تر لږه ۵ کاله تجربه.
•    په بېړنیو روغتیايي خدمتونو، ګرځنده کلینیکونو، یا لومړنیو روغتیايي پروګرامونو کې لږ تر لږه ۳ کاله تجربه درلودل
•    له نادولتي مؤسسو، د سره صلیب او سرې میاشتې له غورځنګ یا د عامې روغتیا وزارت سره د کار تجربه درلودل امتیاز بلل کېږي.
تخنیکي وړتیاوې
•    د بېړنیو روغتیايي پروګرامونو، لومړنیو روغتیايي پاملرنو او عامې روغتیا اصولو په اړه پوره پوهه لرل.
•    د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون او سره صلیب نړیوالې کمېټې د روغتیايي لارښودونو، بشري مرستو نړیوالو معیارونو او د بشري روغتیا له کړنو سره بلدتیا درلودل.
•    د روغتیايي معلوماتو د مدیریت د سیستم، روغتیايي راپور ورکولو او معلوماتو د کیفیت او تضمین برخه کې تجربه درلودل.
•    د مفهومي یادښتونو او پروژې د وړاندیزونو په چمتو کولو کې د ونډې اخیستلو وړتیا درلودل.
مهارتونه او ژبې
•    د همغږۍ، اړیکو او تحلیل پیاوړي مهارتونه درلودل.
•    تر فشار لاندې او نا امنه یا چټک بدلېدونکو شرایطو کې د کار کولو وړتیا درلودل.
•    د کمپیوټر بنسټیز مهارتونه MS Office، برېښنالیک، انټرنېټي راپور ورکولو برخه کې تجربه درلودل.
•    په ملي ژبو (پښتو او فارسي) بشپړ تسلط درلودل او په انګلیسي ژبه پوهېدل.

ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې  برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.

برېښنا لیک:
hr@arcs.af

د اړیکې شمېره: ‪‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬
0701436832

یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله  اسناد د منلو وړ نه دي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies