د کارموندنې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
Location
کابل
د دندې عنوان: د بېړنیو روغتیايي پروژو همغږی کوونکی/ د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون فوکل پاینټ
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: کابل
د بست ډول: قراردادي
د بستونو شمېر: ۱
جنسیت: ذکور
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه: د افغاني سرې میاشتې د معاشونو له تګلارې سره سم
د بست کوډ نمبر : hr@0183
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۷/۸/۶
۱۴۰۴/۱۱/۵
2026/25/Jan
د دندې تشریح:
دغه تخنیکي مرستیال د بېړنیو حالاتو د روغتیا آمر تر لاس لاندې کار کوي او د بېړنیو روغتیايي خدمتونو او ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره تخنیکي رهبري، د پروګرام همغږي او د کیفیت تضمین برابروي؛ څو وړاندې کېدونکي خدمتونه خوندي، اغېزمن، حساب ورکوونکي او د سره صلیب او سرې میاشتې د غورځنګ له معیارونو، د عامې روغتیا وزارت له مقرراتو او د افغاني سرې میاشتې ټولنې له بنسټيزو اصولو سره سمون ولري.
د مسؤولیت اساسي برخې
۱. تخنیکي مشري او د کیفیت تضمین
• د ګرځنده روغتیايي ټیمونو تخنیکي څارنه تر سره کول؛ څو د کلینیکي لارښودونو، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د بېړنیو روغتیايي معیارونو او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د روغتیا له تګلارې سره د سمون ډاډ تر لاسه شي.
• د معیاري کاري کړنلارو، د درملنې تګلارو، ناروغانو د معرفي کولو لارو چارو او د ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول د تدابیرو جوړولو او پلي کېدو ملاتړ کول.
• د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لوري د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو د کیفیت څارنه او د نیمګړتیاوو د موندلو پر مهال د سمون سپارښتنې ورته کول.
۲. د پروګرام همغږي او پلي کول
• له سیمه ییزو او ولایتي ټیمونو او اړوندو څانګو سره په همکارۍ د بېړنیو روغتیايي فعالیتونو او ګرځنده روغتیايي ټیمونو د پلان جوړونې او تطبیق په برخه کې همغږي کول.
• ډاډ ترلاسه کول چې روغتیايي کړنې د منظور شوو پروژوي اسنادو، ملاتړ کوونکو د غوښتنو او عملياتي پلانونو سره سمون لري.
• د ګرځنده روغتیایي ټیمونو د فعالیتونو اړوند کلنیو عملیاتي پلانونو او بودجې چمتو کولو کې همکاري کول.
۳. څارنه، ارزونه، حساب ورکونه او زدهکړه
• د ټاکل شوو شاخصونو پر بنسټ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د فعالیتونو او خدمتونو منظمه څارنه کول.
• د سیمه ییزو ټیمونو مدیریت کول او د فعالیت راپورونه بیا کتل، د معلوماتو کیفیت یقیني کول، راپورونه یوځای کول او د بېړنیو حالاتو د روغتیا آمر ته سپارل.
• د پروګرام د اغېزمنتیا او ښه والي په موخه د ارزونو، تجزیو او زدهکړو له بهیرونو سره مرسته کول.
۴. ظرفیت لوړونه او تخنیکي ملاتړ
• د ګرځنده روغتیایي ټیمونو د کارکوونکو تخنیکي نیمګړتیاوې پېژندل او د کارکوونکو چارو له ریاست سره په همغږۍ ځانګړې روزنې وړاندیز کول.
• له ساحې څخه د لیدو په ګډون روغتیايي کارکوونکو ته د دندې اړوند تخنیکي ملاتړ، لارښوونه او روزنه ورکول.
• د منظورۍ له مخې، په ملي او نړیوالو اړوندو روزنیزو پروګرامونو، ورکشاپونو او تخنیکي فورمونو کې د ګډون ملاتړ.
۵. همغږي، استازیتوب او مشارکتونه
• د روغتیايي خدمتونو د رئیس له لارښونې سره سم د روغتیايي همغږۍ په غونډو (د روغتیا کلستر، د عامې روغتیا وزارت تخنیکي غونډې، د غورځنګ د همغږۍ ناستو) کې ګډون کول.
• د غورځنګ له شریکانو (ملي ټولنو نړیوال فدراسیون او سره صلیب نړیوالې کمېټې ) او نورو بهرنیو بنسټونو سره تخنیکي همغږي کول.
• په بهرنیو ادارو کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د روغتیايي تخنیکي دریځونو استازیتوب یوازې د سپارل شوي واک په چوکاټ کې.
۶. بېړنیو حالاتو ته چمتووالی او غبرګون
• د ناڅاپي روغتیايي بېړنیو پېښو پر مهال د چټکو روغتیايي ارزونو او غبرګون د پلان جوړونې ملاتړ کول.
• د بېړنیو روغتیايي غبرګونونو لپاره د چمتووالي پلانونو، احتمالي سناریوګانو او اضافي ملاتړ میکانیزمونو په جوړولو کې مرسته کول.
۷. اطاعت، اخلاق او محرمیت
• د افغاني سرې میاشتې ټولنې اساسنامې، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون کړنلارې، د سره صلیب او سرې میاشتې اساسي اصولو او ملي قوانینو رعایت یقیني کول.
• د روغتیایي، عملیاتي او اداري معلوماتو محرمیت ساتل.
• د درناوي، شمولیت او خوندي کاري چاپېریال لپاره هڅه کول.
د مهمو کړنو شاخصونه
• د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د خدمتونو کیفیت او ټاکل شوو معیارونو سره سمون.
• د روغتیايي معلوماتو د مدیریت د سیستم په اړه دقت کول او تشریحي راپورونه پر وخت سپارل.
• د ګرځنده روغتیایي ټېمونو د کارکوونکو تخنیکي ظرفیت لوړول.
• له داخلي څانګو او بهرنیو روغتیايي بنسټونو سره مؤثره همغږي کول.
اساسي ارزښتونه او وړتیاوې
• د سره صلیب او سرې میاشتې اساسي اصولو ته ژمنتیا درلودل.
• حساب ورکونه، رښتینولي، ناپلوي او مسلکیتوب رعایتول.
• ګډ کار او بدلون درناوی کول.
د دندې شرایط
زده کړې
• د (MD) سند درلودل.
• په عامه روغتیا یا ورته برخه کې ماسټر ته لومړیتوب ورکول کېږي.
کاري تجربه
• د عامې روغتیا یا بشري روغتیايي پروګرامونو برخه کې لږ تر لږه ۵ کاله تجربه.
• په بېړنیو روغتیايي خدمتونو، ګرځنده کلینیکونو، یا لومړنیو روغتیايي پروګرامونو کې لږ تر لږه ۳ کاله تجربه درلودل
• له نادولتي مؤسسو، د سره صلیب او سرې میاشتې له غورځنګ یا د عامې روغتیا وزارت سره د کار تجربه درلودل امتیاز بلل کېږي.
تخنیکي وړتیاوې
• د بېړنیو روغتیايي پروګرامونو، لومړنیو روغتیايي پاملرنو او عامې روغتیا اصولو په اړه پوره پوهه لرل.
• د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون او سره صلیب نړیوالې کمېټې د روغتیايي لارښودونو، بشري مرستو نړیوالو معیارونو او د بشري روغتیا له کړنو سره بلدتیا درلودل.
• د روغتیايي معلوماتو د مدیریت د سیستم، روغتیايي راپور ورکولو او معلوماتو د کیفیت او تضمین برخه کې تجربه درلودل.
• د مفهومي یادښتونو او پروژې د وړاندیزونو په چمتو کولو کې د ونډې اخیستلو وړتیا درلودل.
مهارتونه او ژبې
• د همغږۍ، اړیکو او تحلیل پیاوړي مهارتونه درلودل.
• تر فشار لاندې او نا امنه یا چټک بدلېدونکو شرایطو کې د کار کولو وړتیا درلودل.
• د کمپیوټر بنسټیز مهارتونه MS Office، برېښنالیک، انټرنېټي راپور ورکولو برخه کې تجربه درلودل.
• په ملي ژبو (پښتو او فارسي) بشپړ تسلط درلودل او په انګلیسي ژبه پوهېدل.
ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
برېښنا لیک:
hr@arcs.af
د اړیکې شمېره:
0701436832
یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.