د کارموندنې خبرتیا!

Publish Date
Closing Date
Location
ننګرهار
د دندې عنوان: ننګرهار کې د افغاني سرې میاشتې د نوي ګرځنده روغتیايي ټیم قابله
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
بخش: روغتیا
د دندې ځای: ننګرهار
د قرارداد وخت: شپږ میاشتې
د بستونو شمېر: ۱
جنسیت: ښځینه
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه: د افغاني سرې میاشتې د معاشونو له تګلارې سره سم
د بست کوډ نمبر : HR@0097
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۷/۴/۵
۱۴۰۴/۷/۵
2025/Sep/27
د دندې موخه:
په بېلابېلو برخو کې د میندو او نویو زیږیدلو ماشومانو روغتیا ښه کولو لپاره اغیزمن او مناسب لومړني خدمات وړاندې کول.
دندې او مسئولیتونه:
1. دMISP په اساس د RMNCH خدمات وړاندی کول.
2. نویو زیږیدليو ماشومانو ته د لومړنیو روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په شمول د احیایې مجدد ، تودوخې، سترګو د درملنې ((د ټیترایسکلین مرهم استعمال)) ، د رګونو د بندیدو او رګونو ته د پاملرنې لپاره د کلور هیګزیدین استعمال او مخکې له مخکې دسینې په واسطه تغذیه.
3. اومیندوارو میرمنو ته د ولادي کیټونو وېشل.
4. د اړتیا پر مهال اومیندواره میندو ته د نورمال ولادت خدمات وړاندې کول.
5. د GBV واقعاتو پر مهال خدمات وړاندې کول.
6. د STI لپاره سندورمیک تهیه کول.
7. د MHTE د بستې په اساس د Family planning مناسب خدمات وړاندی کول.
8. ډاډ ترلاسه کول، چې ټولې میندې د خوارځواکۍ له پلوه پاره کتل شوي او واقعاتو ته مناسبه ځواب وینه شوې ده.
9. ډاډ ترلاسه کول، چې ټولو امیندواره میندو د اوسپنې او فولیک اسید مناسب مقدار تابلیتونه تر لاسه کړي.
10. د ایوډین داره مالګې استعمال ته میندې تشویقول.
11. امیندوارو او شیدې ورکونکو میندو ته د Reproductive health او IYCF په اړه روغتیايي معلومات ورکول.
12. د ټولو ترسره شویو فعالیتونو ریکارډ ساتل، هفته وار یا میاشتنی راپور جوړول.
وړتیاوې
1 – قابلګۍ څخه فارغه وي.
2 – قابلګۍ برخه کې دوه کلنه کاري تجربه ولري.
3 – له MISP سره بلدتیا درلودل.
دلاندی ترینینګونو اخیستونکو ته لمړیتوب ورکول کیږي:
1. MISP
2. PHTLA
3. BLSS
ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
برېښنا لیک:
hr@arcs.af
د اړیکې شمېره:
0701436832
یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.