د کابل ښار په بیلابیلو سیمو کې ” ١٠٠٠ “ اړمنو کورنیو ته د صابونونو ویش!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رضاکارانو له لوري د روان ۱۳۹۹ کال د تلې پر لومړۍ نیټه د کابل ښار اړوند بیلابیلو سیمو کې ١٠٠٠ اړمنو او کرونا ځپلیو کورنیو ته د کرونا ویروس د خپراوي څخه د مخنیوي په موخه د لاس مینځلو صابونونه و ویشل شول، چې دا لرې په یوشمیر ولایتونو کی هم روانه ده.