د چین هېواد د سره صلیب له لوري افغاني سرې میاشتې ټولنې ته ۱۳۱ ټُنه د خوراکي توکو مرسته وسپارل شوه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۶ - ۹:۳۲
صلیب سرخ چین ۱۳۱ تن مواد خوراكي را به جمعیت هلال احمر افغانی مساعدت وتسليم نمود

نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۰ لمریزکال د کب میاشتې پر ۲۵ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرکزي دفتر په انګړکې د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د چین هېواد د سفیر له لوري د ۱۳۱ ټنه اوړو مرسته د افغاني سرې میاشتې ټولنې رهبرۍ ته د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملانورالدین ترابي په شتون کې وسپارل شوه.

یاده مرسته به د پکتیکا ولایت پر ۷۰۰ او د کابل ولایت پر ۶۱۲ اړمنو او بېوزله کورنیو ووېشل شيد افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د چین هېواد له مخکینیو او د سره صلیب له اوسنۍ مرستې مننه وکړه او د ورته مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه. نوموړی زیاته کړه، افغانان اوسمهال له سختو ستونزو سره مخ دي او لاسنیوي ته اړتیالري. زمونږ هیله د چین هېواد له سره صلیب او وګړو څخه داده تر څو له افغاني سرې میاشتې سره په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د روغتیا، مرستونونو او پېښو په برخه کې مرسته وکړي.

په مقابل کې د چین هېواد سفیر ښاغلي وانګ یو د افغاني سرې میاشتې ټولنې له رهبرۍ سره له لیدلو خوښي څرګنده کړه او وویل، داچې افغاني سره میاشت د اړمنو افغانانو لاسنیوی کوي مننه ترې کوو او په دې برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو یو.

نوموړي زیاته کړه، د چین هېواد وګړي له افغانانو سره لرغونې اړیکې لري او د افغانانو ستونزې خپلې ستونزې ګڼي، له همدې امله خپلو مرستو ته دوام ورکوو په ځانګړې توګه د اقتصاد او کرهڼې په برخه کې.

دافغاني سرې میاشتې سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل، د یو ګاونډي هېواد په توګه زمونږ هیله د چین هېواد له سره صلیب او وګړو څخه داده تر څو د نورو هېوادنو د خیریه بنسټونو لکه د ناروې سره صلیب، کاناډا، د قطر او ترکیې سرومیاشتو په څېر له افغاني سرې میاشتې سره مرسته وکړي، ستاسو مرستې به په شفاف ډول پر اړمنو او بېوزلو کو رنیو ووېشل شي.

 

صلیب سرخ چین ۱۳۱ تن مواد خوراكي را به جمعیت هلال احمر افغانی مساعدت وتسليم نمود

 

صلیب سرخ چین ۱۳۱ تن مواد خوراكي را به جمعیت هلال احمر افغانی مساعدت وتسليم نمود

 

صلیب سرخ چین ۱۳۱ تن مواد خوراكي را به جمعیت هلال احمر افغانی مساعدت وتسليم نمود

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۸:۶
Background image

لوګر؛ ۸۰ رضاکارانو ته د رواني ملاتړ او روغتیا ساتنې اته ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

پنجشنبه، ۱۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت په نمایندګۍ کې د رواني ملاتړ او روغتیا ساتنې په اړه اته ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.

دغه ورکشاپ، چې د ملي ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۹:۳۴
Background image

هرات؛ د حرفوي زده کړو استادانو او زده‌ کوونکو ته ۳۹۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په شینډنډ او زنده‌ جان ولسوالیو کې د اقلیمي بدلون پروژې تر چتر لاندې د حرفوي زده کړو د مرکزونو ۴ ښځینه استادانو او ۵۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بغلان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

چهارشنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې هغې کورنۍ ته، چې د اورلګېدنې له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.

یاده. . .

BACK TO NEWS