د نړیوالو کاري شریکانو له لوري افغاني سرې میاشتې ته ۸ عرادې موټر وسپارل شول

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۳:۲۵
د نړیوالو کاري شریکانو له لوري افغاني سرې میاشتې ته ۸ عرادې موټر وسپارل شول

سې شنبه، ۱۵ شعبان ۱۴۴۷ 
په هېواد کې د افغاني سرې میاشتې د بشري فعالیتونو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه، د دې ادارې نړیوالو کاري شریکانو افغاني سرې میاشتې ته ۸ عرادې موټر وسپارل.
په دغو موټرو کې د آی سي آر سي له لوري ۷ عرادې لنډکروزر او د ډنمارک سره صلیب له لوري یو عراده امبولانس شامل دي، چې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن ته ورکړل شول.
عمومي رئیس په خپلو خبرو کې د آی سي آر سي او ډنمارک سره صلیب د مرستو مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې د دغو وسایطو په ترلاسه کولو سره به د سرې میاشتې بشري فعالیتونه لا چټک او اغېزمن شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۲۱:۱۵
Background image

بغلان؛ د سختو ورښتونو له امله زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۵ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار اړوند د افسوتر په سیمه کې له هغې کورنۍ سره، چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله یې یوه ۷ کلنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۲۱:۲
Background image

نورستان؛ د جګړو له امله اغېزمنو ۱۷،۰۰۰ کورنیو ته د خوراکي مرستو وېش پيل شو

چهارشنبه، ۵ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې، د سره صليب نړيوالې کمېټې او د خوړو نړيوال پروګرام په ګډه همغږۍ، د نورستان ولایت په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې د جګړو له امله له ۱۷. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۸:۳۸
Background image

بغلان کې د اور لګېدنې پېښه؛ زیانمنې کورنۍ ته د بیړنیو توکو مرسته ورکړل شوه

سې شنبه، ۴ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د ډنډ غوري ولسوالۍ د ګرکرک کلي یوې کورنۍ ته، چې د اور لګېدنې له امله زیانمنه شوې وه، بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په. . .

BACK TO NEWS