د نورستان نماينده ګۍ ودانيزې چارې داوطلبۍ ته وړاندې شوې

یکشنبه، ۱۷ محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د نورستان نماینده ګۍ د غونډو تالار او څوکیدار خونې د رغولو، د نماینده ګۍ د انګړ دېوال د لوړولو او پر سر یې د کټارې لګولو په موخه د داوطلبۍ غونډه وشوه.
ناسته کې ۳ ودانیزو او لوژستیکي شرکتونو ګډون درلود، چې د نظارت او ارزونې د ټيم له لوري د اسنادو تر ارزونې او کره کتنې وروسته به یې د چارو د پیل قرارداد پر شرایطو برابرو ګټونکي شرکت ته ورکړل شي.