د محرم په ۱۵ نیټه د سرې میاشتې سرپرست عمومی ریس او مرستیال ددې خیریه ټولنې د ملکیتونو د قراردادونو په تړاو له اړونده قراردادیانو سره ناسته وکړه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۳:۱۶
جلسه

نن د محرم الحرام د میاشتې پر ۱۵مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس او مرستیال ددې خيریه ملي ټولنې د ملکیتونو د قراردادونو په تړاو له اړوندو قراردادیانو سره ناسته وکړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شـ.ـيـ.ـخ الحـ.ـ.ـديث شـ.ـ.ـهـاب الـ.ـ.ـدين دلاور  په خپلو څرګندونو کې افغاني سره میاشت یوازینۍ خیریه ملي ټولنه وبلله، چې د بې سرپرستو، اړمنو او پېښځپلو هېوادوالو لاسنیوی کوي، نوموړي د افغاني سرې میاشتې د ملکيتونو له قراردادیانو وغوښتل، چې ژر تر ژره دې پاتې پورونه افغاني سرې میاشتې ته وسپاري، څو په خپل وخت د پېښځپلو او ناچاره هېوادوالو لاسنيوی وشي.
ښاغلي دلاور ټینګار وکړ چې هېڅ کله به د قراردادونو په نرخونو او پاتې پیسو کې تخفيف او کمښت رانه ولي، ځکه دا د يتيمانو، بې سرپرستو او کونډو حق دی او هېڅ لوری ددې حق د بښلو واک نه لري.
په پای کې د افغاني سرې میاشتې د ټولو ملکيتونو قراردادیانو ژمنه وکړه چې د افغاني سرې میاشتې پورونه به اداء کوي او دې برخه کې به خپلې هڅې ګړندۍ کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۹:۱۲
Background image

غور ولايت کې د ۱۲۵۹۵ هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

دوشنبه، ١٩ ذوالحجه ١۴۴۶
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د غور ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۶۶۳۸ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۰:۴۳
Background image

نيمروز ولایت کې ٢٠٥ تنه زده کوونکو ته ښوونیز خدمات

د ‎افغاني سرې میاشتې اړوند د نيمروز ولایت د ځوانانو او رضاکارانو ښوونیز مرکز کې د تېرو ۳ میاشتو په ترڅ کې ٢٠٥ تنه زده کوونکو ته د اسلامي ښوونې، سیرت النبي، لیک لوست، ریاضي، انګلیسي او. . .

BACK TO NEWS