د لومړنيو روغتيايي خدمتونو په اړه څلور ورځنی روزنيز ورکشاپ پيل شو

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۳:۱۳
د لومړنيو روغتيايي خدمتونو په اړه څلور ورځنی روزنيز ورکشاپ پيل شو

یکشنبه، ۱۲ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست له لوري د نړیوال فدراسیون په مالي همکارۍ د پکتیکا، زابل، هلمند، کندهار، ارزګان، ننګرهار او کونړ ولایتونو ۲۵ تنو روغتیاپالانو ته د لومړنیو روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو تر عنوان لاندې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د دې روزنیز ورکشاپ ګډونوالو ته به د واکسینونو پېژندنې، ساري ناروغیو د مخنیوي، روغتیا ساتنې برخه کې عامه پوهاوي، ټپونو د پانسمان او پټۍ (بنداژ) لګولو برخو کې نظري او عملي زده کړې ورکړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۸:۵
Background image

تخار؛ ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په نمک‌ آب او چال ولسوالیو کې ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۸
Background image

ارزګان او لغمان کې له ۳۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

چهار شنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې له ۲۵۰ او د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ کې له ۱۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۶
Background image

کابل؛ ۴۰ رغېدلي رواني ناروغان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

چهارشنبه، ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیا ریاست اړوند د کابل د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۴۰ تنه رغېدلي رواني ناروغان، چې ۲۸ تنه یې نارینه او ۱۲ تنه. . .

BACK TO NEWS