د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ٢٣ ماشومان کورنیو روغتونونو ته ور وپېژندل شول!
د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ٢٣ ماشومان کورنیو روغتونونو ته ور وپېژندل شول!
نن یکشنبه د جمادي الأولی میاشتې پر ۲۹ مه، افغاني سرې میاشتې د تېر په څېر یو ځل بیا ۲۳ تنه د سوري زړه په رنځ اخته ماشومان پلازمېنه کابل کې ۶ کورنيو روغتونونو ته د درملنې او عمليات په موخه ور وپېژندل.
د یادونې وړ ده، چې د یادو ناروغو ماشومانو درملنه او عملیات د افغاني سرې میاشتې په مالي لګښت ترسره کېږي.