د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدریشن له لوري د کندهار زون سرې میاشتې ته د لس زره کورنیو لپاره مرسته ورسېده!
دسهیل لویديځې حوزې د همغږۍ سیمه ایز ریاست سره د سره صلیب او سرو میاشتو نړیوال فدرېشن له لوري (۱۰۰۰۰) لس زره کورنیو ته د ۸ قلمه خوراکی توکو (اوړه، وريجې، غوړي، بوره، لوبیا، چای، مالګه او بسګټ ) مرسته ورسیده او د افغانی سرې میاشتې د زون په کوډام کې ځای پرځای شول.
په پام کې ده چی یاد توکي به د سهمېې سره سم ډیر ژر په اړونده ولایتونو کې پر بیوزله کورنیو وویشل شي.