د دندې عنوان: د ساتنې، جندر، او ټولشمولوالي مدیر/مسؤول

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۲۰:۳۷
اعلان

د دندې عنوان: د ساتنې، جندر، او ټولشمولوالي مدیر/مسؤول

اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه

د دندې ځای: کابل


د بستونو شمېر:  ١

جنسیت: نارینه

معاش: ۵۵،۰۰۰ افغانۍ


د بست کوډ نمبر :  hr@0047

د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۶/۱٢/۱۸
۱۴۰۴/۳/۲۵
2025/June/15

د دندې لنډیز: 

د ساتنې، جندر، او ټولشمولوالي مسؤول د دې ډاډ ترلاسه کولو کې مهم رول لري چې د افغاني سره میاشتې ټولنه د ساتنې، جندر برابرۍ، او ټولشمولوالي اړوند نړیوال معیارونه د خپلو پروګرامونو او عملیاتو  په ټولو برخو کې پلي کوي. دا دنده د بشري اصولو، جندر د واقعیتونو، او د ساتنې د موضوعاتو په ځانګړي ډول د ناورین او کړکېچ پر مهال ژورې پوهې ته اړتیا لري.


اساسي مسؤلیتونه:

۱. د پروګرام پراختیا او پلي کول
•    د افغاني سرې میاشتې تخنیکي کارکوونکو ته د دې لارښوونه کول تر څو د ساتنې، جندر او ټولشمولوالي تګلارې / په عمل کې لارښونه کول
•    د زیانونو، خطرونو او د زیانمنو خلکو د ساتنې د اړتیاوو پیژندلو لپاره د ساتنې، جندر او ټولشمولوالي ارزونه کول.
•    د ساتنې پر محور د ملاتړ پلي کولو پراختیا او څار ترڅو د دې ډاډ تر لاسه شي چې دوی د ښځو، نارینه وو، نجونو او هلکانو ځانګړو اړتیاوو ته ځواب ویوونکي دي. 
۲. ظرفیت لوړونه او روزنه:
•    د ساتنې، جندر او ټولشمول والي په اړه کار کوونکو او رضاکارانو ته د روزنې، د جندر برابروالي اړوند ظرفیت لوړنې ملاتړ برابرول.
•    د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر، څانګو، او د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون د کارکوونکو ترمنځ د جندر حساس فرهنګ او ټولشمولوالى  دود کول.
۳. تبليغات او همغږي:
•    د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون او افغاني سرې میاشتې د ټولنې د ښکېلتیا او حساب ورکونې د مسئول یا فوکل پواینټ سره له نږدې کار کول او د ټولنې په ښکېلتیا کې د ساتنې، جندر، او ټولشمول والي د معیارونو د پلې کولو اړوند تبليغ او د نژاد، جنسیت، او قوم په نظر کې نیولو پرته ټولو ته مساوي خدمات وړاندې کول.
•    د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون او افغاني سرې میاشتې د ساتنې، جندر او ټولشمولۍ سره سم، همغږۍ په ناستو او کاري ګروپونو کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون استازیتوب.
۴. څارنه، ارزونه، حساب ورکونه، او زده کړه
•    د ساتنې او جندر حساس ملاتړ د موثریت د څارنې او ارزونې لپاره د څارنې، ارزونې، حساب ورکونې، او زده کړې د چوکاټونه جوړول او پلي کول.
•    د ګډون د میتودونو او نظر اخیستو له لارې اغېزمنو خلکو ته د حساب ورکونې ډاډ تر لاسه کول.
•    د ساتنې، جندر او ټولشمول والي د پروګرام په اړه د ډاډ تر لاسه کولو لپاره له ساحې منظمه څارنه او ارزونه او د پروګران په اړه د ښځو او معلولینو په ګډون د مرسته اخیستونکو او زیانمنو خلکو نظرونه را ټولول. 
۵. مستند جوړونه او راپور ورکول
•    د ساتنې، جندر او ټولشمول والي اړوند د غوره فعالیتونو، د تر لاسه کړو زده کړو، او مطالعو مستندول.
•    ریاستونو، ډونرانو او د داخلي موخو لپاره پر وخت او ښه کیفیت سره د راپور چمتو کول.

وړتیاوې:

•    په شرعیاتو، نړیوالو اړیکو، ټولنیزو علومو، یا جندر مطالعاتو کې  د لیسانس سند.
•    لږ تر لږه ۵ کاله د ساتنې، جندر مساواتو او ټولشموله والي اړوند په بشري او پراختیایي برخه کې کاري تجربه.
•    د نړیوالو بشري معیارونو، جندر، او د ساتنې د اصولو په اړه ژوره پوهه لرل.
•    د څارنې، ارزونې، او ارزونو په برخه کې تجربه.
•    له بېلابېلو ټیمونو او شریکانو سره په مختلفو کلتوري چاپېریالونو کې د موثر کار کولو وړتیا.
•     د غوره تحلیلي، اړیکو او ټولنیزو مهارتونو درلودل.
•    په انګلیسي، پښتو، او دري ژبو رواني خبرې کول او لیکل. 

غوره مهارتونه:

•    له افغاني سرې میاشتې، غیر دولتي موسسو، یا نړیوالو سازمانونو سره کارې تجربې ته لومړیتوب ورکول کیږي.
•    د ساتنې، جندر، او ټولشمولوالي له مفاهیمو سره آشنایي.
•    د معلوماتو د مدیریت او تحلیل لپاره له اړوند سافټویرونو سره بلدیت.

ګرانو کاندیدانو!

د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې  برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.

برېښنا لیک:
hr@arcs.af

د اړیکې شمېره: ‪
+93-706-750-299

یادونه: نا تکمیله  اسناد د منلو وړ نه دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د افغاني سرې میاشتې نویو رضاکارانو ته د عامه پوهاوي ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۸ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې ټولنې اړوند د ځوانانو او رضاکارانو ریاست له لوري مرکزي دفتر کې ۴۵ تنو نویو ثبت شویو رضاکارانو ته د رضاکارانه خدمتونو او فعالیتونو په اړه د عامه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۰:۰
Background image

ښوونيز مرکزونه؛ افغاني سرې میاشتې د ځوانانو د پوهاوي او مهارتونو د ودې لپاره زرګونه تنه روزلي دي

دوشنبه، ٨ رجب ۱۴۴٧ افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ٦١٨٩ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۸:۳
Background image

ننګرهار؛ ۶۷۵ راستنو شوو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې

یکشنبه، ۷ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت، د مرکز جلال‌اباد ښار د بېلابېلو سیمو پر هغو ۶۷۵ راستنو شوو کډوالو کورنیو روغتیایي بستې ووېشل شوې، چې په وروستیو کې له. . .

BACK TO NEWS