د جمعې په ورځ په کابل ښار کی د اړمنو وګړو سره مرسته
افغاني سرې میاشتې نن د جمعې په ورځ د کابل ښار د وزیر اکبر خان، عبدالحق څلور لارې، پل محمود خان او ځینو نورو سیمو ۱۰۰ معلولینو، لاسي ګاډۍ چلوونکو، بې سرپرستو او اړمنو وګړو ته دوه دوه کمپلې او یو یو جمپرونه وویشل. افغاني سرې میاشتې تېره ورځ هم کابل ښار کې ۱۰۰ اړمنو وګړو ته یاده مرسته ویشلې وه.