د جمعې په ورځ د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار ولایت کې نغدي مرسته ترسره شوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۱:۶
مرسته

نن جمعه د محرم الحرام د میاشتې پر ۲۰مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار ولایت کې د جلال آباد ښار اړوند سیمو او د سره رود ولسوالۍ له ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس شـ.ـيـ.ـخ الحـ.ـ.ـديث شـ.ـ.ـهـاب الـ.ـ.ـدين دلاور په لاس په ټولیزه توګه دوه ميليونه (۲،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه، چې هرې کورنۍ ته لس زره (۱۰،۰۰۰) افغاني ورکړل شوې.

د یادې مرستې د وېش پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس شـ.ـيـ.ـخ الحـ.ـ.ـديث شـ.ـ.ـهـاب الـ.ـ.ـدين دلاور په دې ستره غمیزه کې له زیانمنو شویو هېوادوالو سره غمشریکي څرګنده کړه او د یادو کورنیو شهیدانو ته یې د الله تعالی له ستر دربار څخه جنتونه او دوی ته یې د جمیل صبر او عظیم اجر غوښتنه وکړه.

====================================

امروز جمعه ۲۰ ماه محرم الحرام، ازسوی هلال احمر افغانی در مجموع مبلغ ۲،۰۰۰،۰۰۰ افغانی کمک نقدی برای ۲۰۰ خانواده سیلاب زده در شهر جلال آباد و ولسوالی سرخ رود ولایت ننگرهار توسط شـ.ـيـ.ـخ الحـ.ـ.ـديث شـ.ـ.ـهـاب الـ.ـ.ـدين دلاور، سرپرست هلال احمر افغانی، توزیع شد ، که به هر خانواده مبلغ ۱۰،۰۰۰ افغانی مساعدت شد. 
در جریان توزیع این کمک‌ها، شـ.ـيـ.ـخ الحـ.ـ.ـديث شـ.ـ.ـهـاب الـ.ـ.ـدين دلاور، سرپرست ریاست عمومی هلال احمر افغانی، به هموطنانيکه در این مصیبت بزرگ آسیب دیده بود تسلیت گفته و برای شهدای خانواده ها از درگاه الهی بهشت برین و برای بازماندگان صبر جمیل و اجر جزیل استدعا نمود.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۷:۴۴
Background image

هرات؛ ۳۷ رواني ناروغان تر بشپړې درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول

یکشنبه، ۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لویدیځ زون په کچه په هرات ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۳۷ تنه نارینه ناروغان تر بشپړې درملنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۵۰
Background image

کابل؛ د پروژو د اغېزمن مدیریت او معياري پروپوزل ليکنې په اړه لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پلان‌ جوړونې آمریت له لوري د پروژو د پرمختللي مدیریت، پروپوزل لیکنې، څارنې، ارزونې، حساب‌ ورکونې او زده‌ کړې په برخو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

بدخشان کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

یکشنبه، ٢ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۸۷۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS