د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ملا نورالدین ترابي د سویل لویدیځ زون په ریاست کې د قطر هېواد له پلاوي سره وکتل!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۰ - ۱۴:۳۸
محترم ملانورالدین ترابی معاون جمعیت هلال احمر افغانی با نماینده گان قطر ملاقات نمود!

سه شنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وری (حمل) میاشتې پر ۹ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نور الدین ترابي د قطر هېواد د آسیایي څانګې له مسوول ښاغلي سعید، د قطر د مرکز غړې ښاغلې نجلا، د افغانستان لپاره د قطر هېواد استازي احمد العثماني، د افغاني سرې میاشتې د نړیوالو اړیکو رییس غلام حبیب حسام، په قندهار کې د قطر هېواد د کلینیک مسوول فضل عمر مجددي، د سویل لویدیځ زون رییس ښاغلي حاجي اختر محمد خادم او د کندهار نماینده ګۍ رییس ښاغلي مفتي فیض الله فیضي سره وکتل.

په یاده لیدنه کې د آسیایي څانګې مسوول وویل دا چې په افغانستان کې نوي بدلونونه راغلي خوشحاله یو، ښاغلې نجلا وویل زمونږ د راتګ موخه داده، چې د افغانانو حالات په خپله له نژدې وګورو، په دې راتګ کې موږ یو ذهنیت اخيستۍ هغه داچې روغتیایی برخې ته باید زیات کار وشي، قطر هېواد ته په رسیدو سره به مونږ له خپلو مشرانو سره ستاسو ستونزې شریکوو، د پیسو لېږد، چې اوس مهال کې یوه ستونزه ده د حل لار به ورته پیداکوو، په تیر نظام کې چې زمونږ کارکوونکو ته کومې ستونزې وې هغه اوس نشته.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ملانورالدین ترابي وویل قطر او تر کیې له افغانانو ډېرې مرستې کړي، دا چې قطر هېواد یو پیاوړی او شتمن هېواد دی او په ډېرو هيوادونو کې له بېوزلو سره مرستې کوي، افغانان اوس مهال لا ډېرو مرستو ته اړتیالري هیله کوو، چي زمونږ له بېوزله وګړو سره مرسته وکړئ.

همداراز نوموړي وویل په پام کې لرو په راتلونکي کې د مرستونونو د مشمولینو او ګرځنده ټیمونو شمېر ډېر کړو، چې بودیجې ته اړتیالرو. په مقابل کې د آسیا څانګې مسوول احمد العثماني وویل غواړو اوروپا کې د یو بانک له لارې پیسې را ولېږدوو او له افغانانو سره په اړینو برخو کې مرسته وکړو.

 

محترم ملانورالدین ترابی معاون جمعیت هلال احمر افغانی با نماینده گان قطر ملاقات نمود!

 

محترم ملانورالدین ترابی معاون جمعیت هلال احمر افغانی با نماینده گان قطر ملاقات نمود!

 

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۲۳ - ۱۶:۴۴
Background image

لوګر؛ د ترافیکي پېښې د قربانيانو له کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

جمعه، ۳۰ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په لوګر ولایت کې له هغو ٣ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، چې څه موده وړاندې له پاکستان څخه د راستنېدو پر مهال یې د کډې بار موټر په لغمان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۹:۴۰
Background image

کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۶
Background image

ننګرهار؛ د ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښې د ۹ قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

BACK TO NEWS