د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره دالخدمت خیریه بنسټ مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د عمومي رییس ښاغلي مولوي صاحب مطیع الحق خالص د سفر پر بنسټ، چې د مرستو د جلبولو په موخه یې پاکستان هېواد ته ترسره کړی و، یو ځل بیا د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې پر ۲۶ مه د الخدمت خیریه بنسټ له لوري له خوراکي او غیر خوراکي توکو بار ۸ لارۍ مرسته په تورخم بندر کې د ختیځ سیمه ییز زون رییس ښاغلي مولوي میاحفیظ الدین قمري ته وسپارل شوه. په پام کې ده یاده مرسته دافغاني سرې میاشتې له لوري ډېر ژر په اړمنو او بېوزلو کورنیو ووېشل شي.