د افغاني سرې میاشتې مرکزي مرستون کې له ۱۶۳ بې سرپرسته کورنیو سره نغدي مرسته ترسره شوه!
د افغاني سرې میاشتې مرکزي مرستون کې له ۱۶۳ بې سرپرسته کورنیو سره نغدي مرسته ترسره شوه!
نن سه شنبه د جمادي الآخر د میاشتې پر ۲۲مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري په کابل مرکزي مرستون کې د نړیوال فدراسیون په مالي همکارۍ پر ۱۶۳ بې سرپرسته کورنیو په ټولیز ډول (۸۱۵۰۰۰) اته سوه پنځلس زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته په کې ۵۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
