د افغاني سرې میاشتې له لورې په بادغيس ولايت کې له زده کوونکو د کمپیوټر ازموینه واخیستل شوه!

دوشنبه د روان ۱۴۴۴ سپوږميﺯ کال د ربیع الثاني په ۱۹مه د افغاني سرې میاشتې له لورې د بادغیس ولایت ښوونیز مرکز کې له ۲۰ تنه زده کوونکو د کمپیوټر په برخه کې تحریري ازموینه واخیستل شوه.
