د افغاني سرې میاشتې له لورې تخار او کاپیسا ولايتونو کې رضاکارانو ته دوه ورځني ورکشاپونه پای ته ورسیدل!

دوشنبه د روان ۱۴۴۴ کال د ربیع الثاني په ۱۹مه د افغاني سرې مياشتې د لومړنيو مرستو ټرینرانو له لورې تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ حاجي نورالله کلي کې ۱۱ تنه رضاکارانو - او د کاپیسا ولایت کوهستان حصه اول ولسوالۍ تپه زار کلي کې ۲۰ تنه رضاکارانو ته د رېفرېش کورس تر نامه لاندې دوه ورځني ورکشاپونه پای ته ورسیدل.

