د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس کابل کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون سره لیدنه ترسره کړه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۲۱:۵۸
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس کابل کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون سره لیدنه ترسره کړه!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص کابل کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مشر نیسفوړ میګندي سره افغانستان کې پر بشري اړتیاو، بشري مرستو او په اړه یې پر لازمو اقداماتو لیدنه ترسره کړه. ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي او روزنې بهیر پیل کړی، چې اړتیا ده نړیوال خیریه بنسټونه په دې برخه کې افغاني سرې میاشتې ته د مرستې او ملاتړ لاس ورکړي، ځکه دغه دوه بشرپالې برخې پراخو امکاناتو ته اړتیا لري. ناسته کې افغانستان کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون مشر ښاغلي نیسفوړ میګندي خپلو څرګندونو کې وویل، چې د افغاني سرې میاشتې ټول کاري شریکان د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو په ښه ډول له ترسره کېدو خوښ دي او ستاینه یې کوي. نوموړي وویل، چې افغانستان کې د بشري مرستو لپاره یو شمېر هېوادونو د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون ته مرسته سپارلې، چې ډېر زر به د دوی له لوري افغانستان ته راشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۷:۴۴
Background image

هرات؛ ۳۷ رواني ناروغان تر بشپړې درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول

یکشنبه، ۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لویدیځ زون په کچه په هرات ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۳۷ تنه نارینه ناروغان تر بشپړې درملنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۵۰
Background image

کابل؛ د پروژو د اغېزمن مدیریت او معياري پروپوزل ليکنې په اړه لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پلان‌ جوړونې آمریت له لوري د پروژو د پرمختللي مدیریت، پروپوزل لیکنې، څارنې، ارزونې، حساب‌ ورکونې او زده‌ کړې په برخو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

بدخشان کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

یکشنبه، ٢ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۸۷۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS