د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس په افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې له مسئول سره وکتل!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۴:۱۱
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس په افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې له مسئول سره وکتل!

نن سه شنبه د رجب د میاشتې پر ۲۷مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور ددې خیریه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې په افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې له مسئول ښاغلي حسین بوتاني سره د ګډو فعاليتونو پر پراختیا او چټکتیا خبرې وکړې.
سرپرست عمومي رئيس له افغاني سرې میاشتې سره د قطر د سرې میاشتې مرستې وستایلې او د دواړو لوریو ترمنځ یې اوږد مهالې اړیکې د اسلامي ورورولۍ له مخې مهمې یادې کړې او د قطر د سرې میاشتې مسئول ته یې د هر ډول همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ. 
دا راز ښاغلي دلاور د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بې سرپرسته او اړمنو کورنیو د ژوند د ښه کولو لپاره د لا ډېرو مرستو غوښتنه وکړه.
ورپسې په افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې مسئول له افغاني سرې میاشتې سره پر ګډو فعاليتونو خوښي وښوده او د سرې مياشتې  کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په برخه کې یې د ورکشاپ دایرولو سربېره له روژې مبارکې میاشتې وړاندې اړمنو او بېوزلو کورنیو ته د مرستې برابرولو ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۰
Background image

پکتیکا؛ د اوبو مدیریت او د خلکو د اقتصادي ملاتړ په موخه د ۳ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په منګړیتي سیمه کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۵۶
Background image

کابل؛ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د درملو د معقول استعمال پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۶ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو لپاره د درملو د معقول استعمال تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS