د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس د ناروې د سره صلیب له سکرتر جنرالې سره وکتل

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۲۴
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس د ناروې د سره صلیب له سکرتر جنرالې سره وکتل

نن سه شنبه د جمادي الأولی د میاشتې پر ۱۷مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د ناروې د سره صلیب له سکرتر جنرالې آغلې انابرګ او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه. 
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ددې خيريه ملي ټولنې د روغتیايي خدماتو په تړاو د افغاني سرې میاشتې د مرکزي روغتون، د سوري زړه ماشومانو او رواني ناروغانو د درملنې ترڅنګ المان هېواد ته د میکروبي هډوکو او په اور د سخت سوځېدلیو ناروغانو د لېږد په برخه کې هر اړخيز او تفصیلي معلومات وړاندې کړل، نوموړي په خپلو خبرو کې له یاد پلاوي څخه په افغانستان کې د اقليمي بدلون او طبیعي پېښو له امله د زیانمنو د ملاتړ او د ژمي په موسم کې د کډوالو او ناچاره وګړو د لاسنیوي په پار د بېړنیو او اړینو مرستو برابرولو غوښتنه وکړه او دې برخه کې یې د کورنیو او بهرنيو مرستندویه بنسټونو مرستې  اغېزمنې یادې کړه.
ورپسې د ناروې د سره صلیب سکرتر جنرالې د افغاني سرې میاشتې بشرپال خدمات د ناچاره وګړو لپاره موثر او اغیزمن وبلل او د ګډو هڅو او دوامداره مرستو ترسره کولو ژمنه یې وکړه، نوموړې د بشرپالو فعالیتونو په ترسره کولو کې د افغاني سرې میاشتې او ناروې سور صلیب ګډه همکاري مهمه وبلله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۷:۴۴
Background image

هرات؛ ۳۷ رواني ناروغان تر بشپړې درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول

یکشنبه، ۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لویدیځ زون په کچه په هرات ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۳۷ تنه نارینه ناروغان تر بشپړې درملنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۵۰
Background image

کابل؛ د پروژو د اغېزمن مدیریت او معياري پروپوزل ليکنې په اړه لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پلان‌ جوړونې آمریت له لوري د پروژو د پرمختللي مدیریت، پروپوزل لیکنې، څارنې، ارزونې، حساب‌ ورکونې او زده‌ کړې په برخو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

بدخشان کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

یکشنبه، ٢ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۸۷۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS