د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس په ترکیه کې د هلال سبز خیریه ټولنې له رییس سره وکتل!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۱ - ۱۲:۱۸
ملاقات رهبری جمعیت هلال احمر افغانی با رئیس بنیاد خیریه هلال سبز ترکیه!

چهارشنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د رمضان المبارک میاشتې پر۱۹ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او ورسره مل پلاوي د ترکیې هېواد د هلال سبز خیریه ټولنې له رییس او استازو سره لیدنه ترسره کړه.

 په دې لیدنه کې د هلال سبز خیریه ټولنې رییس د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په مخدره توکو د روږدو کسانو د ژغورنې پر پوهاوي، درملنې او په دې برخه کې د شته ستونزو پر هواري خبرې وکړې او د هر ډول مرستې ژمنه یې وکړه.

په مقابل کې د ا فغاني سرې میاشتې سرپرست رییس د هلال سبزخیریه ټولنې له پخوانیو مرستو مننه وکړه او په راتلونکي کې یې هم د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د ګډې همکارۍ او مرستې ډاډ ورکړ.

 

ملاقات رهبری جمعیت هلال احمر افغانی با رئیس بنیاد خیریه هلال سبز ترکیه!

 

ملاقات رهبری جمعیت هلال احمر افغانی با رئیس بنیاد خیریه هلال سبز ترکیه!

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۹:۳۴
Background image

هرات؛ د حرفوي زده کړو استادانو او زده‌ کوونکو ته ۳۹۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په شینډنډ او زنده‌ جان ولسوالیو کې د اقلیمي بدلون پروژې تر چتر لاندې د حرفوي زده کړو د مرکزونو ۴ ښځینه استادانو او ۵۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بغلان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

چهارشنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې هغې کورنۍ ته، چې د اورلګېدنې له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.

یاده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۷:۱۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ اداري ناسته وشوه

چهار شنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌. . .

BACK TO NEWS