د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس د ترکيې هېواد د ټیکا مؤسسې له رییس سره وکتل!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۷ - ۹:۴
د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس د ترکيې هېواد د ټیکا مؤسسې له رییس سره وکتل!

جمعه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وري پر ۲۶ مه نېټه  چې د ۱۴۴۳ سپوږمییز کال د رمضان المبارک له ۱۴مې نېټې سره سمون لري د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د روان سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد د ټيکا موسسې له رییس ښاغلي سرخان کایالار، د ترکېې هیواد د سرې میاشتې له رییس ښاغلي ډاکټر کریم کنیک، د یادې مؤسسې لوړ رتبه چارواکو او مل پلاوي په شتون کې لیدنه ترسره کړه.

په پیل کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو او شته ستونزو په اړه هر اړخیز مالومات وړاندې کړل او یاد لوری یې د مرستو، د روغتونونو سمبال، تجهیز، د ګرځنده روغتیاي ټیمونو او د زړه په سوري اخته ناروغو ماشومانو د درملنې په برخو کې مرستو ته وهڅول .

په مقابل کې د ټیکا موسسې رییس ښاغلي سرخان کایالار د افغاني سرې میاشتې عمومی سرپرست رییس او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ ترکيې هیواد او په ځانګړې توګه ټیکا مؤسسې ته له راتلو مننه وکړه  او د ټیکا مؤسسې رییس په خپل وار سره د یادې مؤسسې پر کړنو رڼا واچوله  او وویل، چې ټیکا مؤسسه له ۱۹۹۲ کال راپدیخوا پر فعالیت پیل کړی او د روغتیا، ښوونې او روزنې، د لرغونو جایدادونو، مسجدونو، زراعت او انکشاف په برخو کې کار او فعالیت کوي.

نوموړي زیاته کړه، د ټیکا مؤسسه د افغانستان په بلخ، هرات او کابل ولایتونو کې هم استازولۍ او دفترونه لري او خدمتونه وړاندې کوي، چې ډیر ژر به د خپلو استازولیو له لارې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره پر مرستو، همغږۍ او د اړیکو په پیاوړتیا کار وکړو او هڅه کوو ترڅو د ترکېې هیواد د شنې میاشتې خیریه ټولنه هم له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره لازیاتو مرستو ته وهڅوو.

ورپسې د ترکېې هېواد د سرې میاشتې عمومي رییس ښاغلي ډاکټر کریم کنیک د افغاني سرې میاشتې ټولنې له کړنو څخه د مننې ترڅنګ د ټیکا مؤسسې رهبري؛ له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره لا زیاتو مرستو او همکاریو ته وهڅوله  او وویل، سره میاشت په افغانستان کې یواځینۍ خیریه، بشرپاله او ناپلوه ټولنه ده، چې باید مرسته ورسره وشي.

په پای کې د دواړو لورو له لوري چمتو شوې ډالۍ یو بل ته په مننې سره وړاندې شوې.

 

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس د ترکيې هېواد د ټیکا مؤسسې له رییس سره وکتل!

 

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس د ترکيې هېواد د ټیکا مؤسسې له رییس سره وکتل!

 

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس د ترکيې هېواد د ټیکا مؤسسې له رییس سره وکتل!

 

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۲۳ - ۱۶:۴۴
Background image

لوګر؛ د ترافیکي پېښې د قربانيانو له کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

جمعه، ۳۰ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په لوګر ولایت کې له هغو ٣ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، چې څه موده وړاندې له پاکستان څخه د راستنېدو پر مهال یې د کډې بار موټر په لغمان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۹:۴۰
Background image

کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۶
Background image

ننګرهار؛ د ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښې د ۹ قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

BACK TO NEWS