د افغاني سرې میاشتې رهبرۍ د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او بشري مرستو د جلب په موخه د نړیوال فدراسیون له سرپرست مسؤل سره وکتل!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۳۸
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې رهبرۍ د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او بشري مرستو د جلب په موخه د نړیوال فدراسیون له سرپرست مسؤل سره وکتل!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌الدین دلاور او  سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح‌ الله عبدالسلام نن یکشنبه د شوال میاشتې پر ۲۲مه، د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له سرپرست مسٸول ښاغلي احمد سلیمان سره د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او د دوى لپاره د لا زياتو بشري مرستو د جلب په موخه ناسته وکړه.

په ليدنه کې دواړو لوریو افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو د اوسني وضعیت، ستونزو، بېړنيو اړتیاوو، د بشري مرستو د جلب او ښه مديريت   په تړاو بحث او خبرې وکړې. 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۶:۴۵
Background image

ننګرهار کې ۶۷۰ راستنې شوې کورنۍ له ۵۲.۶ ټنه خوراکي مرستې برخمنې شوې

یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت، چپرهار ولسوالۍ ته له پاکستان څخه ۶۷۰ راستنې شوې کډوالې کورنۍ له ۵۲.۶ ټنه خوراکي مرستې برخمنې شوې.

په مرسته کې هرې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۱۳
Background image

خوست؛ ۵۴ رضاکارانو ته د روغتیايي کېټونو وېش ترسره شو

یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په مرکز، ځاځي میدان او ګربزو ولسوالیو کې ۵۴ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د روغتیا ساتنې کېټونه ورکړل شول، چې له مخې يې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۲
Background image

کندهار کې ۱۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته ۱۶.۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۱۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته ۱۶.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.

د یادې مرستې له مخې هرې کورنۍ ته. . .

BACK TO NEWS