د افغاني سرې میاشتې رضاکار ښوونکي وستایل شول

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۵:۴۴
د افغاني سرې میاشتې رضاکار ښوونکي وستایل شول

کابل- دوشنبه، ۱۸ محرم الحرام ۱۴۴۷ 

د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو ریاست په نوښت، کابل ښار کې د څلورو ښوونيزو مرکزونو (حصه اول، قلعه فتح‌الله، ارزان‌ قیمت او مرکز) ۲۴ تنه رضاکار ښوونکي د یو ورځني تفریحي او تشویقي پروګرام په موخه سره راټول او وستایل شول.

یاد پروګرام چې د چهلستون په تاریخي بڼ کې د تفریح او نظریاتو د تبادلې په یوې علمي ناستې سره پیل شو، په کې رضاکارو  ښوونکو د نوښتونو، تجربو او ښوونیزو لید لورو په اړه خپل نظرونه شریک کړل.

د پروګرام په پیل کې د ځوانانو او رضاکارانو رئیس ښاغلي مولوي عارف‌ الله منصور رضاکارو ښوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د بې وزله کورنیو زده‌ کوونکو ته د زده‌کړې په برخه کې د هغوی د هڅو او زحمتونو ستاینه وکړه او ژمنه يې وکړه چې افغاني سره میاشت به د رضاکارو ښوونکو ملاتړ ته دوام ورکړي او د دوی په مټ به د بې وزله کورنیو د ماشومانو د زده کړو دا لړۍ همداسې جاري ساتي.

د یادونې وړ ده چې د رضاکارو ښوونکو د ستاینې، هڅونې او یو او بل سره د نظریاتو شریکولو په موخه پیل شوی پروګرام تر علمي بحث او خبرو وروسته پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۰:۱۷
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس له قلبي روغتون ليدنه وکړه

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

 

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د دې ادارې له لوري په نوي پرانیستل شوي قلبي روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

بغلان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۶۶۲۴ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱۷
Background image

پکتیا؛ پر ۴۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۸ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز او د زرمت او احمد ابا ولسوالیو پر ۴۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۸ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

دغه مرسته، چې د ملک. . .

BACK TO NEWS