د افغاني سرې میاشتې د مقام نوى سلاکار معرفي شو!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۴:۷
خبر

د افغاني سرې میاشتې د مقام نوى سلاکار معرفي شو!

نن د جمادي الآخر د میاشتې پر ۳۰ مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور ددې خیریه ملي ټولنې د څانګو رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو ته ښاغلی قاضي مولوي روح الله د خپل نوي سلاکار په توګه ورمعرفي کړ.

په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د یاد سلاکار د علمي وړتياوو، استعداد او صداقت په هکله د معلوماتو ترڅنک په اداري بستونو د وړ، مستعدو او بامسئولیته اشخاصو ټاکنه د یوې ادارې د چارو د پرمختګ او ودې اساس وباله،  نوموړي په خپلو څرګندونو کې وویل: " هېڅ کله باید د یوې ادارې د پراختیا او ښه والي په پار ګمارنو کې خپلوي ونه پالل شي او موږ تل دا هڅه کړې، څو ددې ادارې د فعاليتونو د پراختیا او ځواکمنتیا لپاره په ګمارنو کې وړ او با استعداده کسانو ته لومړیتوب ورکړو."

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۶:۳۵
Background image

پکتیا او نورستان کې له ۷۵۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

دوشنبه، ۲۶ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت، ډنډِ پټان او ځاځي آریوب  ولسوالیو کې له ۶۰۰ او د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې له ۱۵۰ داخلي بېځایه شوو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۶:۱۹
Background image

غزني؛ د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۲۶ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت د نماینده ګۍ ۲۵ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او نغدو پیسو لېږد تر عنوان لاندې د ظرفیت لوړونې شپږ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۱:۱۸
Background image

نيمروز؛ د زرګونو اړمنو هېوادوالو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

دوشنبه، ٢۶ جمادى الأولى ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د نيمروز ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٧٧٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS