د افغاني سرې میاشتې او غالب پوهنتون تر منځ درې کلن هوکړه لیک لاسلیک شو!

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۱/۹/۴ - ۸:۲۸
د افغاني سرې میاشتې او غالب پوهنتون تر منځ درې کلن هوکړه لیک لاسلیک شو!

د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او د غالب پوهنتون د استازي دوکتور مفتي محمد اسحاق نوري ترمنځ د ګډو همکاریو دوه اړخیز هوکړه لیک لاسلیک شو.

د یاد هوکړه لیک پر بنسټ به غالب پوهنتون د کال په هر سمستر کې هغو ۵ تنو ته د لیسانس د دورې ۵ سکالرشیپونه ورکوي، چې د افغاني سرې میاشتې له لوري غالب پوهنتون ته ور وپېژندل شي. همدا ډول به د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵ ور پېژندل شویو کسانو ته د غالب پوهنتون د روغتیایي زده کړو. په انسټیټیوټ کې وړیا شمولیت ورکول کېږي. د هوکړه لیک پر بنسټ به غالب پوهنتون د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۰ ورپېژندلو محصلینو ته ۵۰ سلنه تخفیف هم ورکوي. همدا ډول هر کال به د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۰ ورپېژندل شویو زده کوونکو کې ۳ تنو ته وړیا او ۷ نورو ته په ۵۰ سلنه تخفیف زده کړه ورکول کېږي. ددې تر څنګ به د غالب پوهنتون د معالجوي طب او غاښونو طب څانګې د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو مرسته کوي. د هوکړه لیک له مخې به افغاني سره میاشت په هرات ولایت کې خپلو کلینیکونو کې د غالب پوهنتون  ستاژ د دورې محصلین مني.

 

د افغاني سرې میاشتې او غالب پوهنتون تر منځ درې کلن هوکړه لیک لاسلیک شو!

 

د افغاني سرې میاشتې او غالب پوهنتون تر منځ درې کلن هوکړه لیک لاسلیک شو!

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۵۳
Background image

په نورستان کې د واورې ورښتونو زیانمنو ته نغدي مرسته ورسول شوه

شنبه، ۱۷ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ اړوند د کوردر سیمې له هغو دوو کورنیو سره، چې د واورې د ورښتونو له امله زیانمنې شوې وې، ۴۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وکړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۵۴
Background image

کابل کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

شنبه، ١٧ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کابل ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٦٧٥٤ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۸:۲۳
Background image

سرپل کې له سېلاب‌ ځپلې کورنۍ سره د بېړني لاسنیوي په موخه نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په هجده بالا کلي کې له یوې هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله سېلاب‌ ځپلې وه، نغدي مرسته ترسره شوه. . . .

BACK TO NEWS