د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومى رئيس محترم مولوي مطيع الحق خالص ننګرهار کې د ښوونيز ورکشاپ پرانيسته وکړه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۶ - ۱۴:۰
د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومى رئيس محترم مولوي مطيع الحق خالص ننګرهار کې د ښوونيز ورکشاپ پرانيسته وکړه!

د جمادی الاولی په ۲مه د افغاني سرې میاشتې له لورې د ختیځ زون ساحوی ریاست د غونډو په تالار کې ۳۵ تنه ښځینه او نارینه روغتیا پالانو ته د فلج، روغتیایې خدماتو او اداري کړنو په تړاو درې ورځنى ورکشاپ د سرې مياشتې د مشرتابه په افتتاحيه وينا پیل شو. د ورکشاپ د پرانستې پرمهال د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلی مولوي مطیع الحق خالص وویل: "ورکشاپ د زده کړی یو ښه ميتود او وسيله ده، هر څه مو چې زده کړي نورو ته یې وښایې، خپل رسالت په ښه ډول ترسره کړۍ او د خپلې پوهې په وسیله د بیوزلو لاسنیوی وکړئ". نوموړی له ښځینه روغتیاپالو هم وغوښتل چې د خپلو بشرپاله کړنو په مټ د زوریدلو خویندو خدمت په ښه اخلاص ترسره کړئ.   نوموړي روغتیاپالان په ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې د کتلوي معافیت پروژې تر چتر لاندې روغتیایې چوپړونه ترسره کوي.

 

د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومى رئيس محترم مولوي مطيع الحق خالص ننګرهار کې د ښوونيز ورکشاپ پرانيسته وکړه!

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۲۰:۳۴
Background image

پنجشېر کې پر ۸۰ بې وزله کورنیو مرسته ووېشل شوه

شنبه، ۲۴ ذو الحجه ۱۴۴۶
 د چین د سره صلیب په مالي مرسته د ۱۲ قلمه بېلا بېلو غیر خوراکي توکو او د ترکیې د سرې میاشتې په مالي مرسته د ۶.۱۰۴ ټنه  خوراکي توکو مرسته، د افغاني سرې میاشتې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۲۰:۰
Background image

پکتیکا کې له ۵۰۰ بې وزله کورنیو سره مرسته وشوه

شنبه، ۲۴ ذوالحجه ۱۴۴۶

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په تروو ولسوالۍ کې له ۵۰۰ بې وزله کورنیو سره د ٢٢ ټنه  خوراکي توکو او غير خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
یاده مرسته چې په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۹:۳۳
Background image

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د پنجشېر ولایت له والي سره وکتل

 

شنبه، ۲۴ ذو الحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د پنجشېر له والي ښاغلي حافظ محمد آغا حکیم سره اړمنو او بې وزله کورنیو ته د مرستو رسولو برخه کې د همغږۍ په. . .

BACK TO NEWS