د افغاني سرې مياشتې او په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان ترمنځ د سوري زړه ناروغانو د درملنې  هوکړه لیک لاسلیک شو!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۵:۳۶
خبرونه

د افغاني سرې مياشتې او په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان ترمنځ د سوري زړه ناروغانو د درملنې  هوکړه لیک لاسلیک شو!

د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او  په  افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان د استازي ښاغلي دکتور محمد سعید العیاش تر منځ نن سه شنبه د ذوالقعدې میاشتې پر لومړۍ نېټه د دې خیریه ملي ټولنې د سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام او د یاد سازمان د بشري مرستو د مسئول عماد الدین رباني په شتون کې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ۳۰ تنو ناروغانو د درملنې او عملیاتونو د مالي لګښت د ورکړې برخه کې د همکاريو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د اسلامي همکاریو سازمان له همېشنیو مرستو مننه وکړه او  دې برخه کې یې د لا ډېرو ماشومانو د درملنې غوښتنه وکړه. 
ورپسې د اسلامي همکاريو د سازمان استازي او مل پلاوي په خپلو خبرو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د ترسره کېدونکو بېلابېلو خدماتو ستاینه وکړه او ډاډ یې وړاندې کړ چې د دې خیریه ملي ټولنې له لارې به د بې وزله او اړمنو وګړو لاسنیوي ته دوام ورکوي او دې برخه کې به نوې پروژې هم پیلوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۹:۴۰
Background image

کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۶
Background image

ننګرهار؛ د ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښې د ۹ قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۳
Background image

هرات؛ د ترکیې آی‌ ایچ‌ ایچ بنسټ ۱۱۸.۲ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د ترکیې آی‌ ایچ‌ ایچ خیریه بنسټ ۱۱۸.۲ ټنه د غير خوراکي توکو بشري مرسته په هرات ولایت کې افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.

دغه مرسته د اړمنو کورنیو د لاسنیوي او. . .

BACK TO NEWS