د ارزګان ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۰۰ تنه زده کوونکي د زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول!

د ارزګان ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۰۰ تنه زده کوونکي د زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول!
نن پنجشنبه د شعبان د میاشتې پر ۲۸مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت له ښوونیز مرکز څخه د اسلامي ښوونې، لیک او لوست، ریاضي او انګلیسي برخو ۱۰۰ تنو زده کوونکو ته د شپږ میاشتنیو زده کړو تر بشپړولو وروسته د فراغت په مناسبت غونډه ترسره شوه.
غونډه فارغو شویو زده کوونکو ته د تصدیقنامو په ورکړې سره پای ته ورسېده.