دایکندي کې سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه
دوشنبه، ۱۷ ذو القعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې مياشتې له لوري د دایکندي ولایت د خدیر او میرامور ولسوالیو هغو ۲ کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه، چې د وروستیو سېلابونو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو.
یاده مرسته، چې د چین سره صلیب له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته د بشري خواخوږۍ په موخه ۳۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
افغاني سره میاشت هڅه کوي؛ څو د سېلاب ځپلو د ملاتړ لپاره خپلې مرستې چټکې کړي او د هغوی بېړنیو اړتیاوو ته پر وخت ځواب ووایي.
