کابل؛ د مشعل بیات ښوونځي زده کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۹:۳۸
 K

دوشنبه، ۱۸ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او نشراتو ریاست له لوري د دې ادارې اړوند د مشعل بیات ښوونځي له لومړي تر دولسم ټولګي پورې شاوخوا ۹۰۰ نارینه او ښځینه زده کوونکو ته د ملاتړ او هڅونې په موخه درسي توکي ووېشل شول. 

په دې درسي توکو کې ۵،۰۰۰ قلمونه، ۳،۰۰۰ کتابچې او د افغاني سرې میاشتې د پېژندنې بروشورونه شامل وو.

تمه ده، چې د دغو توکو په وېش سره به د زده کوونکو درسي فعالیتونه لا منظم شي او د تعلیمي بهیر پر وړاندې به شته ستونزې راکمې شي.

افغاني سره میاشت د زده کوونکو د تعلیمي اړتیاوو پوره کولو او د هغوی د ملاتړ په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۹:۳۸
Background image

کابل؛ د مشعل بیات ښوونځي زده کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

دوشنبه، ۱۸ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او نشراتو ریاست له لوري د دې ادارې اړوند د مشعل بیات ښوونځي له لومړي تر دولسم ټولګي پورې شاوخوا ۹۰۰ نارینه او ښځینه زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۷:۴۳
Background image

دایکندي کې سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۱۷ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د دایکندي ولایت د خدیر او میرامور ولسوالیو هغو ۲ کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه، چې د وروستیو سېلابونو له امله ورته ځاني او مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱۹
Background image

د نورستان او پکتیا د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د موټرو د کرایې داوطلبۍ ترسره شوه

دوشنبه، ۱٧ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د نورستان او پکتیا ولایتونو د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د دوه عراده موټرو د کرایې په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.

پ. . .

BACK TO NEWS