دافغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي ریس او مرستیال یې د سوري زړه د ناروغۍ د د درملنې لپاره د قرارداد لرونکو روغتونونو د مسولینو سره لیدنه وکړه.

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۴:۳۱
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي الحافظ عزیز الرحمن، نن د ربیع الأول د میاشتې پر ۲۱مه، د کورنیو قراردادي همکارو روغتونونو له مسؤلینو سره د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې په برخه کې د هوکړه لیک دبیاځلې نوي کولو سربېره، دې برخه کې د لا ډېرو اسانتیاو رامنځ ته کولو، ګړندیتوب او لګښتونو کې د کمښت راوستلو په موخه وکتل. 
کتنه کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په خپلو خبرو کې د اسلام له نظره د روغتیا پالنې او روغتیاپال پر مسؤلیت، اهمیت او ارزښت رڼا واچوله او افغاني سره میاشت يې د غریبو او فقیرو وګړو د لاسنیوي مرکز ياد کړ او په یادو روغتونونو کې یې د افغاني سرې میاشتې له لوري په بېلابېلو ناروغیو اخته معرفي کېدونکو وګړو ته د تخفيف په ورکړه ټینګار وکړ.  
د ناستې په پاې کې د روغتونونو مسئولینو ژمنه وکړه، چې دې برخه کې به همکاري کوي، نوموړو د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې په برخه کې شته ستونزې وړاندې کړې چې د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ له لوري د حل ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۶:۱۸
Background image

بدخشان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۶۷۹ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۱۵
Background image

کونړ؛ د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

سې شنبه، ۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

د بمبارۍ له امله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

BACK TO NEWS