خيرپاله هيودوال د ځانګړى اونۍ په مناسبت جوﺯجان ولايت کې دافغاني سرې مياشتې سره مرسته کوي!

د ځانګړې اونۍ په جریان کې له هېوادوالو په راټوله شوې مرسته د هغو ماشومانو درملنه کېږي، چې زړونه یې سوري وي. واقعاً د هېوادوالو دغه د لس او شل افغانیو مرسته تل ددې باعث شوې، چې افغاني سرې میاشتې هر کال د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته سلګونو ماشومانو درملنه کړې او ژوند یې ژغورل شوی.


