خوست
د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت سپېره ولسوالۍ کې نن د جمادي الولی پر ۵مه ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته ۸ قلمه توکي وویشل شول. یاده مرسته کې ټولټال۲۵۰۰لیتره غوړي،۳.۵ ټنه وریژې،۱۷۵۰ کیلو لوبیا،۵۰۰ کیلو چای،۱ ټن مکروني،۵۰۰ کیلو بوره،د رومیانو ۵۰۰ قطعۍ رُب او بسکوټ شامل وو.