خوست کې له راستنو شوو کورنیو سره بېړنۍ بشري مرسته وشوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۸:۱۱
خوست کې له راستنو شوو کورنیو سره بېړنۍ بشري مرسته وشوه

پنجشنبه، ۶ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په ګربز او علیشېرو ولسوالیو کې له ۳۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د بېړني ملاتړ په موخه ۲۸.۸ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۰ کیلو وریژې، ۲ لیټره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو نخود، ۲ کیلو روب، ۱۰ کیلو مکروني، ۵ کیلو خُرما ورکړل شوه.
همدا راز، هرې کورنۍ ته درې چکۍ د ځان مینځلو صابون هم ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۶:۵۵
Background image

د بشري مرستو د پراختیا په موخه د افغاني سرې میاشتې او نړیوالو کاري شریکانو درې اړخیزه ناسته وشوه

چهارشنبه، ۱۵ رمضان ۱۴۴۷
د ‎افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌الدین دلاور او د نوموړي مرستيال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن، په افغانستان کې د آى سي آر سي له مسٶولې اغلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۳:۲۴
Background image

لغمان کې د اورلګېدنې له امله زیانمنې شوې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورسول شوه

چهارشنبه، ۱۵ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ اړوند د الوخېلو په سیمه کې د اورلګېدنې له امله له یوې زیانمنې شوې کورنۍ سره بېړنۍ بشري مرسته ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۳:۲۰
Background image

هلمند؛ د افغاني سرې میاشتې له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۰ زده کوونکي فارغ شول

چهارشنبه، ۱۵ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د هلمند ولایت د ځوانانو او رضاکارانو په ښوونیز مرکز کې د اداري مهارتونو په برخه کې ۱۳۰ تنه زده کوونکي د درې میاشتنیو زده کړو تر بشپړولو. . .

BACK TO NEWS