خوست؛ ۳۵۰ زیانمنې کورنۍ د ۴.۳۷۵ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې
پنجشنبه، ۱۵ جمادی الآخره ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو ولسوالۍ کې د جګړو له امله ۳۵۰ زیانمنې کورنۍ د ۴.۳۷۵ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.
یاده مرسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ۱۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې.
دغه مرسته د جګړو له امله د زیانمنو شویو کورنیو د اقتصادي ستونزو د کمولو او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت د جګړو له امله د زیانمنو شویو کورنیو د لاسنیوي په موخه بشري مرستې وړاندې کوي؛ څو له هغوی سره د ستونزو په کمولو کې مرسته وشي.
