جوزجان ولايت کې ۹۸۳۲ اړمنو وګړو ته روغتیایي خدمات!

جوزجان ولايت کې ۹۸۳۲ اړمنو وګړو ته روغتیایي خدمات!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د جوزجان ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۴۱۷۴ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۲۱۲ تنو ټپیانو پانسمان، ۶۰۱ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۳۵۸۴ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۳۵۵ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۷۸۳ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۱۲۳ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.