تورخم!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۲ - ۱۰:۴
تورخم!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص نن د ربیع الثاني پر ۲۸مه تورخم فرضي کرښې ته نېږدې له پاکستان هېواده د راستنیدونکو کډوالو له پنډغالي لیدنه وکړه. نوموړي لومړی د ننګرهار له والي حاجي ملا محمد نعیم اخند سره لیدنه وکړه او د راستنو شویو کډوالو پر ستونزو او حل لارو یې خبرې وکړي. ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د کډوالو په پنډغالي کې د افغاني سرې میاشتې د روغتیایي مرکز د بېلابېلو څانګو لیدنه هم وکړه او روغتیاپالو او مسؤلینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې. نوموړي د یادې لیدنې پر مهال له رسنیو سره په خبرو کې وویل "مونږ تر خپلې وسې هڅه کوو له هرې لارې له ګاونډیو هېوادونو راستنو شویو کډوالو ته پر روغتیایي خدماتو سربېره لازم خدمات ترسره کړو او کډوالو ته د اړتیا لومړنۍ مرستې چمتو کړو". نوموړي وویل "تورخم ته مو پر ننګرهار سربېره له نورستان، کونړ او لغمان ولایتونو هم روغتیایي ټیمونه راوستي که اړتیا شي روغتیایي ټیمونه به نور هم زیات کړو؛ زمونږ مرستې به تر روغتیا منحصرې نه وي، بلکې دا مهال په څو نورو ولایتونو کې په لنډمهالو پنډغالو کې پاخه خواړه، د څښاک پاکې اوبه او د یوې کورنۍ لپاره ۵ ډوله غیرخوراکي مهم اجناس هم ویشو" ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل "مونږ به له دې بېړنیو مرستو وروسته خپلو سیمو ته د کډوالو له ستنیدو بعد هم اړمنو کډوالو ته په کورونو کې لازمې او اړینې مرستې ورکړو، ځکه په لنډمهالو پنډغالو کې د کډوالو لاسنیوي ته ډېر بنسټونه راوړاندې کېږي، خو خپلو سیمو ته له ستنیدو وروسته به د دوی لاسنیوی کم شي"نوموړي وویل "مونږ هڅه کوو د امرار معیشت په پروژو کې رښتینو اړمنو کډوالو ته برخه ورکړو؛ ترڅو په خپلو پښو ودرېږي". ښاغلي مطیع الحق خالص د افغاني سرې میاشتې رضاکارانو ته په خبرو کې وویل "د افغاني سرې میاشتې د رضاکارانو وجیبه ده، چې د کډوالو پر ټپونو پټۍ کېږدي، ځکه افغاني سرې میاشتې ته منسوب شخص باید تل د ملت د خدمت روحیه ولري، ځکه د افغاني سرې میاشتې اساس د ټپیانو، سیلاب ځپلو او زیانمنو پر راپورته کولو ایښودل شوی.

kkk

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۱۵:۱۲
Background image

هرات

 د جمادي الآخره د میاشتې پر ۱۹مه د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې ۳۵۰ کورنیو سره د ۳۵۰ ترکي بخاریو او ۱۷۵ ټنه د ډبرو سکرو مرسته ترسره شوه.

یاده مرسته چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۱۵:۲
Background image

پکتیکا

‏د افغاني سرې میاشتې له لوري د جمادي الآخره د میاشتې پر ۱۷مه د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې ۱۰۶ کورنیو سره د تشنابونو جوړولو په موخه په وروستي پړاو کې په ټولیز ډول د ۲۷۵۲۰۰۰ افغانیو. . .

شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۹:۴۱
Background image

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ننګرهار کې د یوه ثابت روغتون د احاطې د جوړښت ډبره کېښوده

د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ اړوند دولت اباد سیمه کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په لاس د شاوخوا دوه نیم میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د وګړو. . .

BACK TO NEWS