تخار ولايت کې څه باندې ٩٦٠٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

تخار ولايت کې څه باندې ٩٦٠٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د تخار ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٠٦٥ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٤٥ تنو ټپیانو ته د پانسمان، ٢٠٩٤ مېرمنو او ماشومانو ته د بېلا بېلو ناروغیو د مخنیوي او واکسینونو د تطبیق، ٤٣٦٠ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ٢٣٩ مېرمنو ته د ولادت برخه کې د خدماتو سربېره يې د ٧١٣ ماشومانو کتنه کړې او په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته يې د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي هم ورکړي، د دې ترڅنګ ١٣٨ مېرمنو ته يې د کورنۍ د تنظیم برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.