بهر مېشتو افغان علمي شخصيتونو د افغاني سرې مياشتې د بشرپاله فعاليتونو د ملاتړ ډاډ څرګند کړ!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۸:۳۵
خبر

بهر مېشتو افغان علمي شخصيتونو د افغاني سرې مياشتې د بشرپاله فعاليتونو د ملاتړ ډاډ څرګند کړ!

 یو شمیر بهر میشتو افغان علمي شخصيتونو د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې له سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور سره د هیواد په کچه د يو شمېر موضوعاتو په اړه د بحث ترڅنګ د اړمنو او بې وزلو افغانانو د لاسنيوي په پار د مرستو د جذب او د افغاني سرې میاشتې د بشرپاله فعاليتونو د ملاتړ په موخه نن یکشنبه د شوال میاشتې پر ۲۲مه، ناسته وکړه.
ناسته کې د هېواد په روان وضعیت او د افغاني سرې میاشتې د  فعالیتونو په اړه د هر اړخيز بحث ترڅنګ بهر مېشتو افغان علمي شخصيتونو د افغاني سرې میاشتې د بشرپاله خدماتو ستاينه وکړه او ددې خيريه ملي ټولنې د ملاتړ په برخه کې يې په بهر کې د مرستو  د جلب په اړه هيله څرګنده کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۹:۱۸
Background image

لوګر؛ سلګونه کورنیو ته د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرکز پل‌علم په بېلابېلو سیمو کې سلګونو کورنیو ته د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو.

دغه پروګرام، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۸:۴۱
Background image

بلخ؛ پر ۴۳۷ اړمنو کورنیو نږدې ۱۳ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د بېلابېلو ولسوالیو او د مزارشریف ښار د يو شمېر ناحیو پر ۴۳۷ اړمنو کورنیو نږدې ۱۳ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۶:۴۱
Background image

نورستان؛ ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره څه باندې ۳۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت د مرکز پارون ښار کې له ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۳۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملک سلمان د. . .

BACK TO NEWS