بلخ!
د شعبان په ۲۹مه، د افغاني سرې میاشتې له لورې بلخ ولایت کې ۲۰۰ بیځایه شویو او اړمنو کورنیو سره د ۱۴ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. په یاده مرسته کې ۱ ترپال، ۲ کمپلې، ۱ فرش، ۱۲ چکۍ صابون، یو سیټ د نارینه او ښځینه وو کیټ، ۱ سولري څراغ، ۲ کیلو چای، د ماشومانو د لوبو سامان، د کالیو مینځلو پوډر، ۱۰ جوړې د ماشومانو البسه، جان پاک، د لاس مینځلو مایع او مکروني شامل وو.