بلخ کې ۸۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرستو ویش پیل شو
بلخ ولایت کې نن د سلواغې پر ۱۷مه د افغاني سرې میاشتې له لوري ۸۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته پیل شوه. له یادې مرستې نن د بلخ په مرکز کې ۴۰۰ اړمنو کورنیو ته مرسته وویشل شوه. ټاکل شوې پاتې ۴۰۰ نورو کورنیو ته به د بلخ په ولسوالۍ کې مرستې وویشل شي.
په نننۍ ویشل شوې مرسته کې ۱۰۰ کیلو اوړه، یو کارتن خوراکي توکي،۲ بړستنې او یوه بکسه ژمني توکي شامل دي.